اسلام آباد ۔ 30نومبر (اے پی پی) د پاك سمندري ځواك بېړو پي اېن اېس راه نَوَرد او د پی اېن اېس دهشت په دې ورستيو كښې د ايران بندرځائې بندر عباس دوره وكړه۔ بندر ځائې ته په رسېدو د ايران حكومت او د ايران سمندري ځواك د پاكستاني بېړو هركلې وكړو۔ د لسم پټرول كرافټ سكواډرن كمانډر كېپټن خالد پروېز د مشن كمانډر په حېث د پاك بحريه ټاسك ډلې مشري وكړه۔ ددې دورې مقصد سيمه كښې امن او امنيت ته وده وركول ٬ مېري ټائم اشتراك كښی زياتوالې او د سيمې د بحري ځواكونو ترمينځه د مرستې نوې څانګ?? لټول دي۔ ددې دورې په مهال د پاك سمندري ځواك پلاوي د شريكې خوښې په چارو د ايران بحري او عسكري مشرتابه سره مهم ملاقاتونه وكړل۔ په دې ملاقاتونو كښې د ايرن د سمندري ځواك كمانډر فرسټ نېول زون، کموډور حسېن آزاد، کمانډر سرفېس فورس کېپټن مصطفی تاجدینی، د ه??رموزګان صوبې ګورنر جناب فریدون او د ایران سپریم کمانډر آیت اللہ خامنہ ای استازي آيت الله غلام علي نعميم آبادي سره ملاقاتونه شامل دي۔ د پاک بحریه مشن کمانډر لخوا په پي اېن اېس راه نورد د مېلمستيا دستوره وشوه كومه كښې چې د اسلامی جمهوریه پاکستان سفیر جناب آصف درانی، د ایران مشرانو عسکری او سول چارواكو او د پولېنډ،جاپان، جرمنی اوچین ملټری نمائندګانو ګډون و??ړو۔ د يو كال په مهال دا د پاك بحريه بېړو د ايران دوهمه دوره ده چې ورسره دوه اړخيزه اح??رام ٬ مرسته ٬ شريك كلتور او تاريخي ورورولي لا زياته شوې۔ د پی اېن اېس راہ نَوَرد او دهشت د ګاونډي هېواد ايران دا دوره د دواړو هېودونو ترمينځھ مېري ټائم شريكوالۍ ته پراختيا وركولو له د نوو دروازو پرانستلو سره سره د امن او ورورولۍ پېغام وده هم ده
متعلقہ مضامین
-
BG آن لائن آفیشل انٹرٹینمنٹ ایپ: تفریح کا نیا پلیٹ فارم
-
Passing-out parade of FC recruits
-
Seminar on protecting wildlife
-
Many of Pakistani Taliban have joined IS: US general
-
Thar Desert herders demand vaccination campaign for livestock
-
Declamation contest, essay writing held
-
Anti-polio drive aims to vaccinate at least 800,000 children
-
PEMRA issues show cause notice to ‘Channel24’
-
Kamran Michael condemns Canada shooting attacks
-
ورچوئل اسپورٹس ریلیبلٹی انٹرٹینمنٹ ایپ: نئے دور کی تفریح کا ذریعہ
-
الیکٹرانک پروب آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ کی خصوصیات اور فوائد
-
کیلونگ آفیشل انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ: تفریح کا بہترین پلیٹ فارم